د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولس مشر محمود احمدې نژاد د ايران تير تاريخ ته اشاره وكړه او زياته ېې كړه تيل او ګاز زموږ ملی شتمنۍ دی چې بايد خپل تاريخ ته په كتو ترې په ښه ډول ګټه واخلو .
د اسلامی ايران ولس مشر محمود احمدې نژاد وويل كله چې د ايران تيل په بشپړ ډول د پرديو په لاس كې ؤ د ايران ملت ترې ګټه نه شوئ اخيستلای خو د اسلامی انقلاب په برياليتوب سره زموږ هر څه خپل شول چې اوس حتې ايرانی ځوانان كولای شی د پرمختګ لوړو څوكو ته ورسی چې د جنګی پرمختلليو جټ الوتكو جوړول ېې يوه بيلګه ده .
1188164