د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه يی نن د آزاربايجان له زرګونو خلكو سره په هغه ليدنه كې چې په ۱۳۵۶ ه شم كال كې د تبريز دخلكو دسلواغې د۲۹ دپاڅون په درشل كې ترسره شوه دسلواغې د۲۲ په لاريونونوكې یې يوځل بيا د ايران دملت له پراخه ګډون څخه په قدرونې او ستاينې سره وفرمايل : كه په ځلونو مننه وشی خو بيا هم ځای لری او بايد چې دايران دملت دې روحیې او بصيرت ته درناوی وشی
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای دخپلې مهمې وينا په يوه بله برخه كې دمذاكراتوپه بحث كې دامريكايی مشرانو دخبرو او غيرمنطقی عمل او همدارنګه په دې زمينه كې دايران دملت او نظام دمنطقی كړنو او څرګندونو په تشريح كولوسره دامريكايی واكوالانو دخبرو اوكړنوبه استناد سره هغوی غيرمنطقی كسان دخبرو او عمل ترمنځ توپيرلرونكې او زور ويونكی وبلل .
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه يی وفرمايل : امريكايان هېله لری چې نور خلك ددوی دغيرمنطقی او زورويلو پروړاندې داسې تسليم شی لكه ځينې چې تسليم شوی دی خو دايران ملت او نظام نه تسليمیږی ځكه چې منطق ، توان او اقتدار لری
همدارنګه داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای دامريكا او دهغو دپيروو لودیځو حكومتونو دواكوالانو دغيرمنطقی اقداماتو اودریځونوپه بيانولوكې عينی بېلګې كړې او ویې فرمايل : هغوی ادعاكوی چې بشری حقوقوته ژمن دی اوپه نړی كې یې دبشری حقوقو بيرغ پورته كړی دی خو په عمل كې یې ترټولو ز يات بشری حقوقوته ګذار وركوی او دګوانتانامو او ابو غريب بندونوپه څېر غميزو او دافغانستان اوپاكستان دخلكوپه وژلو سره دانسانانوحقوقوته ترټولو زيات سپكاوی كوی
هغه حضرت په نړی كې دديموكراسی پراختيا ته دژمنې ادعا دامريكايی چارواكو يوه حقيقت ضد خبره وبلله او ویې فرمايل : هغوی له يوې خوا دا ادعاك مطرح كوی خو له بل پلوه تل له ايران سره په مقابلې او تيری پسې دی
چې ايران په سيمه كې دولسواكی يوه روښانه اورڼه ولسواكی لری .
د اسلامی انقلاب لارښود د امريكايی واكوالانو د خبرو او عمل تر مينځ د تناقض يو بل مثال د دواړو هيوادونو تر مينځ د مسئلو د اواری لپاره له ايران سره د خبرو اترو د چمتو والی ادعا وبلله او ډاګينه یې كړه . دغه ادعا په داسې حال كې مطرح كیږی چې امريكايان په جمهوری اسلامی نظام ناوړه او د حقيقتونو خلاف خبرې ورتپوی او دايران له ملت سره دمقابلې لپاره زور او بنديزونه كاروی
درهبری ستر مقام همدغه راز دامريكا دولسمشر بارك اوباما دغو څرګندونوته هم اشاره وكړه چې ويلی دی دا هيواد به هڅه وكړی چې دايران خلوا داتومی وسلو دجوړولو مخه ونيسی .
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای ټينګار وكړ چې كه ايران داتومی وسلو دجوړولو نيت درلودلی نو امريكا په هیڅ دليل دملت مخه نشوالی نيولای .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود له ايران سره دخبرو اترو په باب دخپلې وينا په ډلبندی كې ټينګار وكړ چې دايران ملت او اسلامی نظام د امريكايی واكوالانوپه اپوټه دمنطق خلك دی نوله دې كبله كه له مقابل لوری منطقی خبره او چلند ووينی نو مناسب ځواب وركوی .
د اسلامی انقلاب سترلارښود وفرمايل : له شراچونو او زور وينو دامريكا لاس اخيستل دايران دملت حقوقوته د رناوی دايران په كورنيو چارو كې نه لاس وهنه چې د۸۸ يم كال دفتنه ګروپه ملاتړكې په بشپړ ډول ښكاره وه اوپه سيمه كې له اوربلولو ډډه كوله هغه نښې دی كه پيداشوې نو د امريكايی واكوالانو دښه نيت ښودنه كوی
د اسلامی انقلاب سترلارښود ز ياته كړه كه داسې وشو ل اوامريكايانوپه خبرو او عمل كې وښودله چې غير منطقی نه دی نو هغه وخت به ووينی چې دايران ملت او اسلامی جمهوريت خير غواړی دتعامل او منطقو خاوندان دی
1189406