IQNA

د آل خليفه رژيم پوځيانو د جنازې په مراسمو كې په معترضينو حمله وكړه

12:56 - February 17, 2013
د خبر لمبر: 2497798
نړيواله ډله: د بحرين د آل خليفه رژيم پوځيانو د انقلاب د يوهـ تن شهيد شوې د جنازې په مراسمو كې په معترضانو بريد وكړ
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری چينل یې نقلوی چې د آل خليفه رژيم ځواكونو دا بريد د بحرين پلازمينې منامې ته څېرمه د انقلاب د يوه تن قربانی شوی حسين الجزايری د جنازې په مراسمو كې د بحرين په معترضينو كړی چې پكې یې له اوښكې بهونكی ګاز او غږيزو لاسی بمونو څخه ګټه پورته كړې ده.
د جنازې تر سره كونكو معترضينو د آل خليفه رژيم د پوځيانو لخوا له دې بريد وروسته د آل خليفه رژيم پر ضد شعارونه وركړل
حسين الجزايری دتېرې پنج شنبې په ورځ پلازمينې منامې ته څېرمه ووژل شو.
1189781
captcha