د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «Shia Post»، یې نقلوی چې په پاكستان كې د شيعه سياسی ګوندونو مشرانو او لوړ پوړو غړو نن د دغه هېواد له حكومته وغوښتل چې د بلوچستان صوبې د مركز، كویټې ښار د پرونۍ خونړۍ چاودنې جنايتكار عناصر او طراح كوونكی دې په ۴۸ ساعتونو كې ونيسی.
د مجلس وحدت مسلمين د پوړو غړو په په كویټه كې خبری غونډې ته وويل چې كه چېرې د دولت او د قانون د اجرا كوونكو ادارو له خوا د دې جنايت طراحان او ترهګر ونه نيول شی، د كویټې ښار د سترې محكمې د ودانۍ په مقابل كې به پراخه پرلتۍ ووهی.
د لښكر جنګوی ترهګرې ډلې د كویټې ښار د پرونۍ چاودنې چې له امله یې لس كسان وژل شوی او ۲ سوه نور ټپيان دی، مسووليت پر غاړه اخيستی.
سره د دې د پاكستان په مختلفو ښارونو كې د دې پیښې پر خلاف د مجلس وحدت مسلمين ګوند پرتلۍ او مظاهرې كړې دی او له اوس هم راونی دی.
1190486