د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت الله العظمی خامنه ايی څرګنده كړه د ايران پر ضد د سياسی فلمونو جوړول او هغو ته جايزې وركول په ډاګه كوی چې په لودیځ په تيره امريكا كې له هنر سياسی ګټې پورته كیږی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د لودیځ د انسانی علومو ستونځه د هغوی غلطې معرفتی پاېې وبللې او زياته ېې كړه په انسانی علومو سينما او تلويزون كې اصلاح د معرفتی پايو له اصلاح پرته ممكنه نه ده او د دغو پايو اصلاح هم د دين له علماؤؤ او علميه حوزو سره له اغيزمنې اړيكې پرته بله لار نه لر ی.
هغوی همداراز دين ، دينی معارفو او اسلامی انقلاب ته پاملرنه د عمار په ولسی فلمی فيسټيوال كې مبارك اقدام وباله او ټينګار ېې وكړ اسلامی هنر ته كتنه بايد دقيقه اوږدمهاله او له يوه دقيق پلان سره وی چې راتلونكې ته هيله مندی ولری او د هنر له اوزارونو په كې په سم ډول ګټه اخيستل شوې وی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود راتلونكې ته هيله مندی او د ليدتوګو د افق لوړول د اسلامی انقلاب آرمانونه او مهم وبلل او زياته ېې كړه د ايران د اسلامی انقلاب حركت چې په برياليتوب سره په ۱۹۷۹ م كال كې پيل شو د امريكا د ځالې په ورانولو منجر شو او په تيرو ۳۴ كلونو كې ګڼې پیښې او لوړې ژورې د اسلامی اصيل نظام اهدافو د رسيدو لپاره مقدمات دی .
هغوی څرګنده كړه بايد په دوه چنده همت او هڅو او له دښمنه په نه ډار د هغوی دسيسې شنډې او ناهيلی توب او زړه غورځونې ته په نه كتو په ډيره چټكتيا د خپلې موخې لوړې څوكې ته د رسيدو لپاره حركت ته دوام وركړو .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د لودیځ د سينما پنځون ته په اشارې سره وويل بايد د اسلامی هنر د غوړيدا لپاره په دقيقه پلان جوړونه د ځوانانو له استعداده ګټه واخلو او په دې برخه كې د متدينو افرادو او متخصصانو تجربې په پام كې ونيسو .
1191770