د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «lefigaro» یې نقلوی چې د پاكستان لومړی وزير راجه پرويز اشرف پرون په فور ی ډول په كوټه ښآر او بلوچستان صوبه كې د ترهګرو ډلو د له مينځه وړلو لپاره د عملياتو حكم صادر كړ .
د بلوچستان صوبې په مركز كوټه كې د شنبې ورځې درنې چاودنې په پايله كې ۱۱۰ تنه وژل شوی او ۲۵۰ نور ټپيان شوی ؤ چې په ټول پاكستان كې ېې د خلكو سياسی او مذهبی ګوندونو او ډلو اعتراضونه را وپارول .
د دې ترهګر اقدام پړه لشكر جنګوی ډلې په غاړه اخيستې ده .
د كوتې شيعه يانو په يوه خوله د ترهګرو په وړاندې د عملياتو پيلولو او فوځ ته د امنيت د سپارلو غوښتنه وكړه .
د پاكستان د مركزی او صوبايی دولت يوه پلاوی معترضو شيعه يانو ته ژمنه وركړه چې د هغوی غوښتنې به ومنی .
دولت وويل د ترهګرو پر خلاف به عمليات هم پيل شی او د قربانيانو كورنيو ته به ګرمه هم وركړل شی .
رحمان ملك وويل فوځ هم كولای شی د كوټې ښار د امنيت لپاره لازم اقدامات وكړی .
هغه وويل داچاودنه د فرقه ايی نښتو داور بلونې لپاره يوه دسيسه ده .
همداراز د پاكستان ولس مشر آصف علی زرداری لومړی وزير راجه پرويز اشرف او د فوځ مشر جنرال كيانی هم پرون په همدې تړاو غونډه درلوده .
په دې غونډه كې په بلوچستان صوبه كې د امن او نظم د ټينګښت لپاره په لارو چارو بحث وشو او لازم تدابير ونيول شول .
1192005