د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ولس مشر په دې غوڼده كې زياته كړه هر څوك چې غواړی د كمال څوكې ته ورسیږی بايد نړيوال فكر ولری او سوكالی عظمت پرتم او ښكلا د ټولو لپاره وغواړی .
هغه زياته كړه ايران په ايرانی سر چينو د چا له مرستې پرته جوړیږی او دوښمنان پوهیږی هر وخت چې ايران كمال ته ورسی د هغه په وړاندې به د دريدو توان ونه لری .
د احمدې نژاد په وينا هغوی ويریږی چې ايران په يوه نړيواله بيلګه بدل نه شی .
د ايران ولسمشر وويل بايد د ايران په پريمانه سر چينو په تكېې سره له بيلابيلو او ډول ډول شتمنيو په ايراڼی فكر او توان ګټه واخلو او خپل هيواد پرې جوړ كړو چې دا سر چينې له توحيد عدالت ايمان مينې او محمدی سپیڅلی شريعت سر چينه اخلی .
ښاغلی احمدې نژاد زياته كړه د ايران د ملت ليدتوګې تر دې لوړې دی چې څوك ېې د سيمې په جغرافيايی كونج او كنار كې راګير كړی .
هغه دې ته په اشارې سره چې موږ د دوستۍ لاس د عدالت احترام او رغووونكې ملګرتيا لپاره ټولو ملتونو ته غزولئ دئ زياته كړه نن موږ د عالم ملتونه د يوالی او د يوې ښې نړۍ لپاره چې په عدالت او توحيد ولاړه وی او د ټولو انسانانو د سوكالۍ سبب شی رابولو
1191886