د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی پرون مازیګر په نوی ډيلی كښې دهندوستان له خارجه وزير سلمان خورشيد سره په كتنې كښې وويل دايران او هندوستان ملګرتياوې هم د دواړو هيوادونو لپاره ګټورې دی او هم د سيمې د امنيت، ثبات او سولې د ټينګيدا لپاره مهمې دی.
د ايران د پارلمان مشر په دې خبرې سره چې نن سيمه له حساس حالت سره مخامخ شوی ده ټينګار وكړ په سيمه كښې دسوریې دامنيت مسله دافغانستان په مسلې ورزياته شوی ده او هيوادونه په سيمه كښې ددسيسې په حال كښې دی .
د ايران د پارلمان مشر علی لاريجانی وويل د امريكا عسكر په داسې حال كښې له افغانستان څخه ځی چې په دغه هيواد كښې ترهګر بهير روان دی او دغه كار دې خبرې ته ضرورت لری چې ايران، هندوستان او روسيه ډير فعاليت ولری.
1195787