د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «Dawn» خبری چينل یې نقلوی چې د دغه هيواد د كورنيو چارو وزير رحمان ملك په اسلام اباد كښې له خبريالانو سره په مركه كښې د نواز شريف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند له لشكر جهنګوی ترهګرې ډلې سره په ارتباط تورن كړ او د پاكستان له سترې محكمې او د انتخاباتو له كميسيون څخه یې وغوښتل له دغه ګوند سره چلند وكړی .
د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك پنجاب صوبه د لشكر جهنګوی ترهګرې ډلې پناه ځای وبلله او ویې ويل د پنجاب صوبې حكومت ته یې د ۷۳۴ ترهګرو كسانو نومونه وركړی دی.
د پاكستان د كورنيو چارو وزير وويل لشكر جهنګوی ترهګره ډله په ټول هيواد كښې د اتيا (۸۰)فيصده ترهګرو حملو ذمه واری پرغاړه لری.
هغه له طالبانو سره د خبرواترو په باره كښې وويل دغه ډله له هر اقدام وړاندې بايد خپلې وسلې پرځمكه كیږدوی .
د پاكستان د كورنيو چارو وزير له دې وړاندې هم د پنجاب صوبې ځايی حكومت له لشكر جهنګوی ترهګرې ډلې سره په مقابلې كښې په ناتوانۍ تورن كړی وو .
لشكر جهنګوی ترهګرې ډلې چې د سعودی عربستان، امريكا، انګلستان او د ځينو نورو هيوادونو د جاسوسۍ ادارو لخوا ورسته پوځی او مالی مرستې كیږی تر اوسه په ځلونو په پاكستان كښې په زرګونو بې ګناه شيعه مسلمانان وژلی دی .
په افغانستان كښې د طالبانو د حكومت په وخت لشكر جهنګوی او سپاه صحابه ترهګرو ډلو له القاعده ډلې سره يوځاې هلته د ترهګرو فعاليتونو ستر مركزونه لرل او اوس دغه مركزونه د پاكستان په ډيرو سيمو په تيره بيا په پنجاب صوبې كښې دی .
استخباراتی راپورونه وايی چې دپاكستان دمسلم لیګ دنواز شريف څانګې مشر نواز شريف او دهغه ورور شهباز شريف له لشكر جهنګوی او سپاه صحابه ترهګرو ډلو سره نږدې ملګرتيا لری او ورسره مالی او پوځی مرستې كوی .
1197305