د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «الجزيرة العربية»، خبری اژانس یې نقلوی چې الامه ګوند په دغې اعلامیې كې عربستان ته د جان كری له سفره د امريكا سپيرو موخو او نيتونو ته په اشارې سره ټينګار كړے دے، دغه سفر په داسې حال كې ترسره كیږی چې د عربستان د خلكو په ضد د آل سعود د غير قانونی رژيم ځپنې او ظلمونه دوام لری.
د عربستان د دغه ګوند مسئولانو په دغې اعلامیې كې هم دا راز په سوله ايزو مظاهرو كې د ګډون په تورونو په دغه هيواد كې د زيات شمير عامو ښاريزو نيول كيدا ته په اشارې سره ويلی دی امريكا د آل سعود رژيم څخه د ملاتړ په ځآی چې يو غير قانونی او مطلقه پاچائی نظام دے، بايد د عربستان له خلكو ملاتړ وكړی.
دا په داسې حال كې دی چې د آل سعود رژيم عسكرو پرون او بل پرون هم په القسيم ولايت كې د عربستان په حكومت اعتراض كونكو د سياسی فعالانو په ټول په حملو سره چې د سياسی فعالانو په نيونې په اعتراض كې ئې مظاهره كوله، د پنځلسو ميرمنو پشمول څه د پاسه درې سوه فعالان په غير قانونی توګه نيولی او بنديان كړی یې دی.
1197983