د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم ټی وی چينل یې نقلوی چې د بحرين خلكو د بحرين د يوه انقلابی ځوان محمود الجزيری شهيد د جنازې په څير تابوت اوچت كړ او د آل خليفه رژيم د جنايتونو په ضد ئې سخت شعارونه وركړل
هم دا راز مظاهره كونكو ښآريزو په دغه جومات كې د آل خليفه رژيم او د آل سعود د نيواكګرو عسكرو لاس په كنډوالې بدل شوی د جمې لمونځ ادا كړ.
په يوه بل خبر كې ويل شوی د بحرين د ملی وفاق غورځنګ عمومی منشی شيخ علی سلمان وويل د بحرين انقلابيان او ټول ولس د وخت تيرولو او د مخالفانو د حذفولو لپاره د هڅې په خاطر د خبرو اترو له موضوع د ناسمې استفادې لپاره د آل خليفه رژيم په سټراټيژۍ ښه پوه دی او د آل خليفه په لاس نور نه غولیږی.
د بحرين د ملی وفاق غورځنګ عمومی منشی زياته كړه كه د خبرواترو نتيجه د استبداد، توپير او ځپلو زياتيدا وی،نو بې شكه كړكيچن حالات به لاپسې لانجمن شی.
1198121