د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران خارجه وزير علی اكبر صالحی په دغه ليك كې د سورئې په دمشق كې د وروستيو ترهه ګرو عملياتو په محكوم كولو سره چې د لسګونو بې ګناه عامو خلكو د مرګ ژوبلو سبب شوی ټينګار و كړ هيوادونه ملګری ملتونه او نور هيوادونه بايد خپلو مسئوليتونو ته په پام سره د ترهه ګرو عملياتو او تاؤتريخوالو د ختمولو لپاره جدی اهتمام وكړی.
ښاغلی بان كی مون ته د صالحی په ليك كې راغلی دی، د تاؤتريخوالو او ړندو چاودنو دوام د سورئې د عامو خلكو په تاوان او د هغو لورو لپاره چې خپلې ګټې د سورئې په بې ثباتۍ كې وينی له ناكامۍ پرته بله نتيجه نه لری.
د اسلامی ايران خارجه وزير په دغه ليك كې روښانه كړې ده، له يو ې خوا انسان دوستی اوانسانی دنده اود هيوادنو ،نړيوالو اورګانونو په تيره بيا ملګرو ملتو قانونی مسئوليتونه حكم كوی چې دسورئې دبحران دسوله ايز حل لپاره ديوه ګډ او غږمله تعامل ملاتړ وكړی . هغه همداراز دملګرو ملتو سرمنشی ته پخپل ليك كې په سورئې كې د رامينځته كيدونكو جنايتونو په محكو م كولو سره د امريكې مخالفت له ترهه ګرۍ سره په مبارزې كې د دغه هيواد د دوه ګوڼی او خپلې خوښې چلند نښه وبلله او په سيمه ايزو اونړيوالو چوكاټونو كې ئې د سورئې د شخړې له سوله ايز حل سره د مرستې لپاره ئې د اسلامی ايران بشپړ چمتووالی اعلان كړ.
1199262