د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست په دې خبرې په ټينګار سره چې ابو موسی، وړوكی او ستر تنب ټاپوګان د اسلامی ايران نه بليدونكی برخه دی ټينګار وكړ د بې اساسه ادعاګانو مطرح كيدا په شته ؤ حقيقتونو كې هیڅ بدلون نشی راوستلی.
ښاغلی مهمانپرست روښانه كړه د سيمې هيوادونه غوره ده د چټی تورونو د مطرح كولو په ځای پخپلې ايجنډا كې د اسلامی ايران په وړاندې رغنده او مثبت كړچارونه راولی چې دا موضوع د سيمې د ټولو ملتونو په ګټه ده.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست هم دا راز د قزاقستان په آلماتی كې د ايران او ۵+۱ ډلې د خبرو اترو د نه پرمختګ په باب د دغې شورا ادعا په دې زمينې كې ناكافی وبلله او هيله ئې وښودله د فارس خليج د ملګرتيا شورا غړی وزيران دې د حقيقتونو په باب په لا ځيرتيا او سم درك سره خپل دریځونه اعلان كړی او په ځپل شويو خبرو دې يقين مه كوی.
1199265