د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د طبيعی سرچينو د اونۍ په مناسبت د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې مناسبت پخپلې وينا كې ونه او بوټی د هر هيواد او بشری ټولنې لپاره د بركت او آبادونې سرمايه وبلله او د ونو لګولو او ساتلو او هم دا راز د هغو د غوڅولو مخنيوی ته ئې د اسلام سپارښتنې ته په اشارې سره وويل يوه هغه ګيله چې د ونو او د ونو د لګولو له موضوع سره له اړونده مسئولانو كیږی دا ده چې كله كله په هغو ځايونو كې په سلګونو ونې چې بايد غوڅې نشی له مينځه وړل كیږی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای زياته كړه د هغو ځينو ګټه غواړو كسانو په وسيله د بوټو د پوښښ پر له مينځه وړلو او د ښارونو او آبادونې د شاوخوا د مځكو پر غصب سربيره چې د دغو سيمو شينوالی د لوړو ودانيو او د سيمټو په انبارونو بدلوی، د هيواد د ځنګلونو ټولګه هم له سخت ګواښ سره مخامخ كوی چې بايد مسئولان ئې مخه ونيسی.
1199541