د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن د رهبرۍ د خبرګانو د شورا له مشر ايت الله محمد رضا مهدوی كنی او نورو غړيو سره په كتنې كښې په مختلفو ډګرونو كښې دايران دملت برياو ته په اشارې سره ټينګار وكړ دعلم او ټيكنالوژۍ په ډګر كښې دايران د ملت پرمختګونه ددښمن دغوسه كيدا او وارخطاۍ سبب شوی دی .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای دايران دسوله ايزو اټومی فعاليتونو دمخه نيولو او داروپايانو دزيات غوښتنو په وړاندې دايران دملت دتسليمولو لپاره دلويدیځو هيوادونو بايكاټونو او دباو ته په اشارې سره وويل هماغه ډول چې بايكاټ سبب شوچې دايران ځوان متخصصان په خپلو وسونو او پوهې تكیې سره اټومی ټيكنالوژۍ ترلاسه كړی په نورو موردونو كښې هم كولای شی له دباونو دهيواد په ګټه استفاده وكړی .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود دځينو شيانو په واردولو بنديز دايران په ګټه وباله او ټينګار یې وكړ دبايكاټ نتيجه په ځان باوری او ځان تكيه كول دی .
هغه حضرت د ايران د اسلامی نظام پرضد دخلكو راپاڅول د بايكاټونو اصلی هدف وباله او زياته یې كړه لويدیځو هيوادونو دغه هيله لرله چې دايران په خلكو ددباو په راوستلو سره هغوې له حكومت سره وجنګوی خو هغه څه چې دسلواغې د مياشتې په ۲۲ نیټه وشول دلويدیځو هيوادونو دغوښتنې او ارزو په اپوټه وو .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای دغه راز په قزاقستان كښې د پينځه جمع يوې ډلې او ايران وروستيو خبرواترو ته په اشارې سره وويل په دغه غونډې كښې لويدیځو هيوادونو كوم مهم كار ترسره نكړ چې هغه دامتياز وركول تعبير كړو بلكې هغوې يوازې دايران دملت دحقوقو په يوې كوچنۍ برخې اعتراف وكړ .
حضرت ايت الله خامنه ای په امريكا او اروپايی هيوادونو كښې اقتصادی كړكيچونو ته په اشارې سره وفرمايل لويدیځ هيوادونه په خپلو اقتصادی مشكلاتو سربيره دايران دبايكاټ له كبله له ځينو مشكلاتو سره هم لاس او ګريوان شوی دی او داپه داسې حال كښې دی چې هغوې دخپلو مشكلاتو لپاره حل لاره نلری خو ايران دخپلو اقتصادی مشكلاتو لپاره حل لاره لری .
1200602