IQNA

20:50 - March 10, 2013
د خبر لمبر: 2509307

ايران په بيت المقدس كې پر فلسطينی لمونځ كوونكو د صهيونيستانو بريد په كلكه وغانده

سياسی ډله: د ايران د بهرنيو چارو وزارت وينديو رامين مهمانپرست له سيمه ايزو او نړيوالو ارګانونو په تيره د بشر حقوقو له ادارو وغوښتل چې اسلامی مقدساتو ته د صهونيستی رژيم د سپكاويو زياتيدا او د مسلمانو پر ضد د ظلم او جنايت په وړاندې به كلكه غبرګون وښيی.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خارجه وزارت عمومی ادارې یې نقلوی چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت وينديو رامين مهمانپرست زياته كړه بې له شكه د دا ډول جنايتونو په وړاندې د نړيوالو ټولنو چپتيا او انفعال اسلامی مقدساتو قران كريم او دينی مراسمو ته د صهونيستانو د سپكاوی د لا زياتيدا او د هغوی د لا سپين سترګی توب لامل ګرځی.
تيره ورځ د جمعې په ورځ په الاقصی جومات كې صهيونيستانو په فلسطينی لمونځ كوونكو بريد وكړ او يو شمير ېې ټبيان كړل. او د قران شريف سپكاوې او توهين یې هم وكړ.
1201043
captcha