د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې «peopledaily» یې نقلوی چې د پاكستان میډيا دا اعلان كړې دی چې د پاكستان د پیښاور ښار د مينا بازار په يو جومات كې د بم چاودنی لامله شپږ كسان مړه او 28 نور ژوبل شوی دی.
د رارسيدلې راپورونو پر اساس د ماسپيخين لمانځه په وخت په محراب كې كیښودلې بم چې نږدې څلور كيلو وزن یې درلوده په چاوديدلو سره ټول جومات له لوګی ډك شو او او لمونكوونو په د خپل ځانونو د بچيدو په هدف منډې رامنډې كړې ويل كیږی چې د ماسپخين لمونځ رومنې ركعت شورو ؤ.
د ځينې عينې شاهدانو په مطابق د چاودنی په وخت په جومات كښې نږدې 40 كسان موجود وو خو چاودنه دومره درنده وه د چاودنې اواز د ښار په لرې لرې سيمو كې هم واوريدلې شو.
1201827