IQNA

19:58 - March 11, 2013
د خبر لمبر: 2509849

ايت الله خامنه ای: اتلان د يوه قوم د توانمينو بيلګه دی او په همدې علت د خلكو په نفس اعتماد زياتوی

سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ۲۰۱۲كال د اولمپيك او پارا اولمپيك لوبو او په نورو نړيوالو لوبو كې د سپورټی څانګو د مخكښانو او اتلانو او د مډالونو ډالۍ كونكو په ټول كې ، د ايران سپورټی اتلان او پهلوانان د ايران د ملت د شريعت ته د پابندۍ، د ايمان، لوړ هوش،كلك هوډ، هويت او تشخص لرونكی سفيران وبلل .

`د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای روښانه كړه اتل ورزشكاران د هماغې څوكې په څير دی چې څوكو په لور د خلكو په تيره بيا د ځوانانو د استعدادونو د حركت زمينه جوړونكی دی.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې خبرې په ټينګار سره چې سپورټی اتل ولۍ ته رسيدا له همت او كلك هوډ او لوړ هوش پرته امكان نه لری، په نړيوالو ډګرونو كې د ورزشكارانو او لوبغاړو شتون په شرعی مسئلو رعايتولو او د ځوانمردۍ له روحیې ا و د اخلاقو په ساتلو سره ديوه ملت د غوره صفتونو او ارزښتونو نړيوال تبليغ وباله.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای زياته كړه په نړيوالو ډګرو نو كې د شرغی ستر په رعايتولو سره د ايران ورزشكارو ميرمنو او انجونو شتون هغه موردونه دی چې يو ډير ارزښمن، مهم او وياړمن اقدام دے.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په اروپا كې د سترمنو مسلمانو ميرمنو رسمی ګواښ، تيريو او وژلو ډيرو موردونو ته په اشارې سره وويل په دغه ډول شرائطو كې چې كله يوه سترمنه ايرانۍ مسلمانه ميرمنه د اتل والۍ په پلیټ فارم دریږی او ټول احترام ته اړباسی، نو ډير لوی عظمت ئې نندارې ته وړاندې كړے دے.

د اسلامی ا نقلاب معظم لارښود هم دا راز د صهونيسټ رژيم له لوبغاړو سره له سيالۍ د ايرانيو ځوانانو لوبغاړو له لوبو ډډه كولو ته په اشارې سره ټينګار وكړ دغه اقدام ډير ارزښتمن او له صهونيسټ رژيم سره په مقابلې كې ډير ه حساسه او مهمه هڅه ده .
حضرت ا يت الله العظمی سيد علی خامنه ای په بيلابيلو علمی ټيكنالوجيكی او څیړنيزو زمينو كې د ايرانيو ځوانانو لوړ استعدادونه ا و توانمنۍنه انكاريدونكی وبللې او زياته ئې كړه د اسلامی ايران تاريخ هم د همدغې موضوع ګواه دے او د ابن سينا، زكريا رازی، فارابی سعدی او حافظ شيرازی په څير نامتو شخصيتونه او څيرې د دنيا په دغې سيمې كې د بيلابيلو او غوره وړتياؤ د شتون ښودنه كوی.
1202787
captcha