IQNA

مهمانپرست: د دريو ايرانيو ټاپوګانو په هكله د عربی اتحادیې بيانيه د اسلامی ايران په چارو كې لاسوهنه ده

19:58 - March 11, 2013
د خبر لمبر: 2509850
سياسی ډله: د اسلامی ايران د خارجه وزارت ويندويی د دريو ايرانيو ټاپوګانو، تنب كوچك ، تنب بزرګ او ابوموسی په هكله د عربی اتحادیې وروستۍ بيانيه د اسلامی ايران په چارو كې لاسوهنه او د حقوقی او سياسی ارزښت نه لرونكې وګڼله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی رامين مهمانپرست پرونه د ايران د دريو ټاپوګانو په هكله د عربی اتحادیې د وروستۍ بيانیې په غبرګون كې وويل : دا بيانه داسلامی ايران په كورنيو چارو كې لاسوهنه ده او هیڅ ډول حقوقی اوسياسی ارزښت نه لری.

د اسلامی ايران د خارجه وزارت ويندوی ښاغلی مهمانپرست ټينګار وكړ : په دې بيانيه كې مطرح شوې تورونه او ادعاګانې د سيمې د مسايلو په وړاندې د عربو د غلط جاج او په عربی نړۍ كې د اوسنيو بحرانونو د حل لپاره منطقی لارو ته د هغوی دبې پامۍ نښه ده .

د اسلامی ايران د خارجه وزارت ويندويی د بحرين او سوریې حالاتو او د فلسطين له ولس سره د صهيونسټ رژيم زیږ چلند ته په اشارې سره وويل : د ايرانيو ټاپوګانو په هكله د عربی اتحادیې خبره كول په سيمه كې له مهمو مسلو او حقيقتونو سره په چلند كې د دغه اتحادیې د لالهاندۍ نښه ده .

د اسلامی ايران د خارجه وزارت ويندويی مهمانپرست يو ځل بيا ټينګار وكړ چې دغه درې ټاپوګان د ايران نه بيليدونكې برخه ده او په فارس خليج كې د امنيت او ارامښت ساتل د سيمې د ټولو هيوادونو دنده ګڼل كیږ. او د عربی اتحادیې غړی هم بايد د ايران د واكمنۍ حق ته په درناوی سره د سيمې د واقعی مشكلاتو له اواری سره مرسته وكړی.
1202445
captcha