د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب همدار راز د ولسمشرۍ په راتلونكيو انتخاباتو كې د ايرانی ملت د شتون د مخنيوی او جنجال رامينځته كولو لپاره د ايران د غليمانو دسيسې په ماتې محكومې وبللې.
ښاغلی ايت الله احمد جنتی وويل نړيوال قدرتونه دخپلو داخلی عواملو په مرسته كوشش كوی په ايرانی ملت كې په جنجال رامينځته كولو او منفی تبليغاتو سره د ۲۰۱۳ ميلادی كال په جون مياشت كې د ايران د ولسمشرۍ د انتخاباتی سياليو ډګر له چيلنج سره مخامخ كړی خو د ايران ملت به د تل په شان په انتخاباتو كې په خپل ولولناك شتون سلره د غليمانو درستې دسيسې شنډې كړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په ايران كې د انتخاباتو د ټاكنيز والی او نه ازادی والی په اړه د ايران د غليمانو د ناوړه تبليغاتو په ردولو سره زياته كړه كه په اسلامی ايران كې انتخابات ازاد نه ترسره كيدلې نو همدا اوس به ايران د نورو ملتونو لپاره د دينی ولسواكۍ په زمينه كې بهترينه بيلګه نه وو .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله جنتی د دې خبرې په كولو سره چې په۹ ايران كې په انتخاباتو كې د ګډون لپاره د صلاحيتونو او وړتياو تاييدول د قانون پر اساس ترسره كیږی ، جوته كړه د ايران خلك د راتلونكيو انتخابات په وخت د امنيت د ټينګولو او ارامښت غوښتونكی دی او غواړی چې په ارامه او له تاوتريخوالی په خالی فضا كې د خپلې خوښې وړ كانديد ته رای وركړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب هم دا راز د ټيكنالوجۍ او علم په تيره بيا د دباو او بايكاټ په پړاو كې د ايران په پرمختګونو د امريكايی مقاماتو اعتراف ته په اشارې سره ټينګار وكړ په پوځی او تيلی صنايعوكې ځای توب او د ايران د صادراتو زياتيدا د هغو كسانو لپاره سخته ماته وه چې ګومان یې كاوه د بايكاټونو په زياتيدا سره به د ايران ملت په ګونډو شی.
ښاغلی ايت الله جنتی د لويدیځو هيوادونو مشرانو ته سپارښتنه وكړه په اسلامی ايران د زياتو دباونو او محدوديتونو د اعمالولو پر ځای چې هغو لپاره به هیڅ نتيجه ونلری ، په خپلو سياستونو كې بيا كتنه وكړی او د ايران ایټمی حقوق په رسميت وپيژنی .
1204562