IQNA

د بحرين ديكتاتور رژيم هماغه راز د جوماتونو سپكاوی كوی

20:13 - March 16, 2013
د خبر لمبر: 2511973
نړيواله ډله: د بحرين د ملی وفاق ټولنې د ال خليفه رژيم لخوا د جوماتونو د بې حرمتۍ په هكله خبرداری وركړ .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری چينل یې نقلوی چې د بحرين تر ټولو ستر سياسی ګوند په دغه هيواد كښې په جوماتونو د ال خليفه ديكتاتور رژيم د بې حرمتۍ په هكله خبرداری وركړ .

د بحرين په شمال كښې په يوه كلی كښې په يوه جومات د حكومتی عسكرو له حملې او په دغه جومات كښې د لمانځه د ترسره كيدا د مخنيوی لپاره د اوښلن ګاز له شيندلو وروسته د بحرين ملی وفاق ګوند په جوماتونو د ال خليفه رژيم په بې حرمتۍ نيوكې سره وويل ال خليفه رژيم له اخلاقی نظره له ځوړتيا سره مخامخ دی.
له بلې خوا د بحرين د پارلمان پخوانی استازی سيد هادی الموسوی له رشيا ټوډې ټيلی ويژن سره په مركه كښې وويل د بحرين د اعتراض كونكو په وړاندې د ال خليفه رژيم سياست ډله ايز خبرداری دی چې دغه چاره د بحرين د حالاتو د كړكيچن كيدا سبب شوی ده.
د بحرين عمل اسلامی غورځنګ نامتو مسول راشد الراشد هم له فارس خبری اژانس سره په مركه كښې وويل په بحرين كښې د سعودی عربستان د عسكرو پوځی لاسوهنې د ټولې سيمې امنيت په خطر كښې اچولی دی او دغه كلتور دودوی چې هر قدرتمن هيواد د خلكو په ځپلو كښې له نورو حكومتونو سره مرسته وكړی او دغه د سيمې او دنيا د امنيت لپاره يو خطر دی.
دبحرين دغه سياسی فعال ټينګار وكړ په بحرين كښې دسعودی عربستان دعسكرو پوځی لاسوهنه په داسې حال كښې ده چې په دغه هيواد كښې مظاهرې سوله ايزې دی او دخلكو غوښتنې هم جايزې دی .
دبحرين خلكو څه دپاسه دوه (۲)كاله كیږی چې سوله ايز انقلاب پيل كړی او دازادو انتخاباتو له لارې ديوه خپلواكه حكومت دجوړيدا غوښتنه ده .
دا داسې غوښتنه ده چې د دنيا ټول خلك یې كوی .
1204532
captcha