د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست نن په دې اړه په ټينګار سره چې د سيمې په يوه هيواد كې ناكراری د ټولې سيمې د ناكراره كولو په معنا دی وويل د بيلابيلو شخړو په باب د سيمې د هيوادنو د چارواكو ترمينځ د سياسی نظر اختلافات شته دی چې يوه بشپړ طبيعی خبره ده خو دا ختلافات بايد له يوه بل سره دهيوادونوپه اړيكو كې اغيزې ونه شيندی
ښاغلی مهمانپرست په دې خبرې په ټينګار سره چې ايران تل په ولسی ځواك په تكیې سره دسيمې دهيوادونو د قدرت ،اقتدار اوعزت غوښتونكی دی زياته كړه ، دسيمې هيوادونه هم بايد پوه شی چې يو قدرتمند اوپياوړی ايران د سيمه ايزو هيوادونو په ګټه دی اودسيمې دامنيت اوثبات په تامينولو كې غوره رول لوبولی شی .
د ايران د خارجه وزارت ويندوی همداراز دايران اوتركیې اقتصادی اړيكو زياتيدا ته په اشارې سره وويل د۲۰۱۲كال په پای كې د تهران انقرې داقتصادی اړيكو اندازه له يو يشت ميليارډ ډالرو واوښته او ددواړو هيوادونو مسئولانو تر ديرش ميليارډ ډالری ارزښت پورې داړيكو داندازې لوړول پلان كړی دی
هغه د اتهران او قاهرې د اړيكو په باب هم وويل مضر په عربی نړۍ كې اغيز شيندونكی كلتور او بډای تاريخ لری او د ايران او مصر د پراخو ملګرتياؤ لازياتيدا د دغو دوو ملتونو د ګټو ترڅنګ د سيمې د نورو هيوادونو ګټې هم تامينوی.
ښاغلی مهمانپرست هم دا راز د سولې د پايپ لاين د افتتاح په باب هم وويل، د ايران ملی ګټې ايجابوی په سيمې كې له بيلابيلو هيوادونو سره خپلې اړيكې پراخې كړی او له يوه ګاونډی او ورو هيواد سره د ښو اړيكو درلودل له نورو ګاونډيو هيوادونو سره د تهران د اړيكو د خرابولو په معنا نه دی او مونږ غواړو د سيمې د ټولو هيوادونو په ملګرتيا او غږملتيا سره د سيمې امنيت او ثبات پخپله تامين كړو او پرديو ته د لاسوهنې لپاره هیڅ ډول پلمه پرې نه ږدو او د سيمې حكومتونه د خپلو ملتونو او هيوادونو په ګټه ګامونه پورته كړی.
1204901