IQNA

د ولسمشرۍ راتلونكو ټاكنې به يو ځل بيا نړيوال حيرانه كړی

23:12 - April 12, 2013
د خبر لمبر: 2518031
سياسی او ټولنيزه دله: د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله محمد علی موحدی كرمانی وويل د ايران ملت به د ۲۰۱۳ م كال په جون كښې دولسمشرۍ په ټاكنوكښې په پراخ او ولوله ناك شتون سره، يو ځل بيا د ايران اسلامی جمهوری نظام ته خپله پايبندی ثابته او دښمنان به د ايران پرضد د دسيسو له دوامه نهيلی كړی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه د اسلامی جمهوريت پرضد د دښمنانو منفی تبليغاتو او د لويدځ ورځ تر بلې زياتيدونكو بنديزونو او دباؤنوته پام سره د دغه پړاؤ د ټاكنو حساسيت ته اشاره وكړه او زياته یې كړه د دغه پړاؤ ټاكنې د ايران داسلامی جمهوريت دښمنانو او بدغواړو ته په پريكنده ځواب وركولوكښې د ايران د ملت د حماسه پنځونې وخت دی .
آيت الله موحدی كرمانی د ايران په جنوب بوشهر ولايت كښې په وروستۍ زلزلې خپګان وښوده او ددغه پیښې د قربانيانو له كورنيو سره غمرازې وكړه او د ايران له مسئولانو او خلكویې د زلزله ځپلې سيمې له خلكو سره یې د مرسته رسوونې قدرونه وكړه .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب د اپريل د اتلسمې د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ او ځمكنې ځواك دورځی قدرونه وكړه او ویې ويل د ايران وسله والو ځواكونو په تيره بيا پوځ په اته كلنې سپیڅلی دفاع كښې د دښمن په وړاندې حماسه وپنځوله او پخپلو سرښيندنو سره یې د ايران د ملت له ګټو او زيرمو د بدغواړو لاسونه لنډ كړل .
آيت الله موحدی كرمانی په درستو برخو كښې د ايرانيو متخصصانو ورځنيو نوښتونو او لاس ته راوړنو ته اشاره وكړه او ویې ويل د لويدیځ بنديزونو او دباؤنو د پرمختګ په لاره كښې د ايران د ملت په هوډ كومه اغيزه نه ده كړی ،بلكه دغه ملت یې د خپلې لارې په دوام كښې لا هوډمن كړی دی .
د تهران د جمعی لمانځه خطيب په عربستان كښې د زيارتوالو تر مينځ د ګمراه كوونكو كتابونو د ويشلو په اړه د وهابيانو نوی دسيسې ته اشاره او زيارتوالوته سپارښتنه وكړه ،چې د وهابيانو د دغو حركتونو په وړاندې دې هوښيار واوسی .
1211632
captcha