د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ مشر قوماندان امير سرلشكر عطاءالله صالحی د يوې بيانې په خپرولو سره د ايران پرضد د صهيونيسټ رژيم د وروستيو ګواښونو په پوچ بللو سره وويل د ايران د اسلامی جمهوريت دفاعی چمتووالی د صهيونيسټانو له وسونو ډير لوړ دی او دا ډول چلندونه يوازې د نرم جنګ او د صهيونيسټ رژيم د كورنی مصرف او د روانی عملياتو لپاره دی.
د ايران دغه پوځی مقام د صهيونيسټ رژيم د ګواښونو دوام د دغه رژيم له ترهګر خوی څخه راپورته شوی وباله او ویې ويل نن سبا د ايران اسلامی جمهوريت په صراحت سره په پوځی ډول ګواښل كیږی او له بده مرغه نړيواله ټولنه هیڅ غبرګون نه ښيی او د نړيوالې ټولنې دغه چپتيا ښه كار نه دی.
1213624