د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «بلدتنا»، یې نقلوی چې دا لاريون د ام الفحم د حراء موسسې په همكارۍ سره د دې موسسې په پروګرامونو كښې شامل ؤ چې هغه د «ابناؤنا والقرآن: زمونږ بچيان او قران پاك» په عنوان سره ترسره كیږی
دا ولسې لاريون د ام الفحم ښار د ابوعبيده جومات څخه پيل شوه اود دې ښار د سړكونو نه تيريدلو سره القربيه چوك ته ورسيده او هلته خپل پای ته ورسيد
د حراء موسسه محصلان او مربيان او د قران استاذان هم په دې لاريون كې شامل وو او قرانونه یې لاس كې وو او دا شعارونه یې لګول چې «لا اله الا الله و القرآن كتاب الله» و «القرآن لنا دستور هو المنهج هو النور» او په دې شعارونو سره د خدای كلام حمايت اعلان كړ.
د يلو ده چې څو ورځې وړاندې په عربستان كې د قران سپكاوې شوی ؤ ځكه دوې د قران د درنښت او احترام لپاره دغه لاريون ترسره كړ..
1214960