IQNA

ايت الله خامنه ای: د ايران ملت او چارواكی بايد د كمزورۍ ټكی په نخښه كړی

21:11 - April 27, 2013
د خبر لمبر: 2524791
سياسی او ټولينزه ډله: د اسلامی انقلاب سترلارښود ټينګار وكړ چې اخلاقی ښكلا او څنډوته مخه نه كول په ايران كې د غوره ولسمشر له مهمو ځانګړنو څخه دی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله خامنه ای نن دتوليدپه برخه كې دزرګونو كاركونكو فعالانو اوپه ټول ايران كې له غوره كاركونكوسره دليدنې پرمهال داسلامی جمهوريت د ځانګړنوپه اړه وفرمايل: د ځواكمنې روحیې درلودل، له تدبير څخه برخمنتيا، هره ورځ د اقتصادی مسائلوپه اړه فكر نه كول ، مقاومتی اقتصادی سياستونوته پام كول ، دكارپوهانوپه ليدتوګو تكيه كول ، اخلاقی ښكلا اوڅنډوته مخه نه كول په ايران كې دولسمشر له ځانګړنو څخه دی .
داسلامی انقلاب مشر په دې ټينګار سره چې چې دارزښت لرونكې سياسی حماسې بېلګه ټاكنې دی چې په ټاكلی وخت به تر سره شی زياته كړه : هغه كسان چې په داوطلبان دی او په خپلو محاسبو كې تېروتنه ونكړی بايد چې دهېواد داجرايی مديريت برخه وپيژنی
د اسلامی انقلاب سترلارښود دې ته په اشارې سره چې په ايران كې دټاكنو ساز او كار ډېر پياوړی دی څرګنده كړه : هغه نيوكې چې ځينې ځينې ځای كیږی بې ځايه دی او داساسی قانون دساتونكې شورا ټاكنه داصلاحاتوپه موضوع كې دعادلو او روڼ آندو كسانو ټاكل دی داسلامی انقلاب ستر لارښود داقتصادی حماسې موضوع ته نغوته وكړه : دايران ملت او چارواكی بايد دكمزوری ټكی په نښه كړی او وروسته یې له منځه يوسی ا وپه ټولو پروګرامونوكې بايد دكمزورو پرګنو ژوند ته پاملرنه وكړی
1218685
captcha