IQNA

ښونځيو كې د ستر او حجاب ممنوع كيدا مراكش ته هم ورسيده

10:17 - May 01, 2013
د خبر لمبر: 2526836
نړيواله ډله: د مراكش په تانګر ښار كې د ابن سينا ښونځی مسئولانو د اسلامی پوښښ د رعايتولو په خاطر سترمنې زده كونكې له ښونځی خارجې كړی او له هغوی سره ئې بد چلند كړی دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو خبر پر اساس، چې له خبری مركز «islametinfo» یې نقلوی چې دغه مسلمانې زده كونكې چې همدا اوس پنځه ورځې كیږی له ښونځی ويستل شوی، د ښونځی د مسئولانو د دغه اقدام په علت ئې بې خبری ښْودلې ده.
د دغه راپور په اساس د مراكش د تانګر ښار د ابن سينا ښونځی مسئولانو په سپكو خبرو سره سَتًرمنې زده كونكی افراطی بللی او حتی د ميرمنې د حجاب بيلګه سكارف ئې د يوې زده كونكی له سره په زوره ليرې كړ.
البته سترمنو زده كونكو هم د دغه سپك اقدام په ځواب كې د ښونځی او بيلابيلو ادارو مسئولانو ته د ليك په ليكلوسره په دې باب خپل خپګان اعلان كړی او هيله ئې ښودلې چې زرترزره خپلو كلاسونو ته ولاړې شی او د دغه ډول غير اسلامی اقداماتو مخه ونيول شی.
1220063
captcha