د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو خبر پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز الاخبار یې نقلوی چې دعراق ستر دينی مرجع آيت الله سستانی نن په نجف اشرف كې د اردن د اوقافو له وزير محمد نوح سره په كتنې كې په عراق كې د وروستيو پیښو په رامينځته كيدا د خواشينۍ په ښودلو سره په اوسنيو شرائطوكې ئې د عراق په شمول په ټولو اسلامی او عربی هيوادونو كې مسلمانان يووالی او پيوستون او له پرګنيزو او قبيله ايز تاؤتريخولو څخه ډډه كولو ته وبلل.
د اردن د اوقافو وزير هم په دغې كتنې كې پر نورو چارو سربيره د مهمو سيمه ايزو مسئلو په باب له دغه ستر دينی مرجع سپارښتنې واوريدې او وې ويل چې د اسلامی امت د يووالی او اتحاد لپاره بايد د اسلامی نړۍ عالمان او روڼ اندی غوره رول ولوبوی.
1220768