د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو خبر پر اساس، د مهمانپرست د دې خبرې په كولو سره چې دغه اقدام يو ځل بيا په سورئې كې دترهه ګرو اصلی څيره ددغه هيواد د خلكو لپاره روښانه كړې ، ددې مسئوليت ئې د ځينو هغو سيمه ايزو او نړيوالو لورو او دهغوی تالی څټو عواملو ته متوجه بللی چې په سورئې كې په ښكاره له ترهه ګرو مالی او لو جسټيكی ملاتړ كوی
هم دا راز د ملګروملتو سرمنشی بان كی مون هم بیګا د دغه ترهه ګر اقدام په غندلو سره ويلی دی د سورئې شخړه بايد دپرديو له لاسوهنې پرته دسورياوالو په لاس حل شی او په دغه هيواد كې ترهه ګر نه يوازې د حكومتی چارواكو بلكې دعامو خلكو ژوند هم په سخته ګواښی .دملګروملتو دسر منشی مطبوعاتی دفتر ويلی دی بان كی مون تل هرډول ترهه ګر اقدامات محكوم كړی او دعامو خلكو په نښه كول په هره ممكنه بڼه دمنلووړ نه دی
1220433