د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو خبر پر اساس، چې له خبری چينل المنار یې نقلوی چې ښاغلی حسن نصر الله صهيونست رژيم ته په لبنان كې د هر ډول نوې كړنې او تېروتنې په اړه خبرداری وركړ او زياته یې كړه چې د لبنان مقاومت دفاع ته چمتو دی
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر څرګنده كړه په دې اوس وخت كې زمونږ پروړاندې تازه رسندويی تبليغات پيل شوی دی ترڅو زمونږ دریځ او كړنې داغی كړی او ورته زيان ورسوی خو دهغوی عوامل په خپل پام كې لرونكو موخوكې ناكام شوی دی
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر حسن نصرالله زياته كړه چې په سوريه كې په حزب الله پورې اړونده د شهيدانو د كاروان په اړه خپاره شوی خبرونه بشپړ دروغ دی مونږهیڅكله هم خپل شهيدان نه پټوو او دا ډول خپاره شوی خبرونه زمونږ پروړاندې يوه تشه او بې ځايه تبليغاتی جګړه قصدی او مغرضانه دروغ دی هرڅوك چې له مونږ څخه په هرځای كې شهيد شی په څرګنده یې د جنازې مراسم ترسره كوو او پرې وياړو.
1220980