IQNA

احمدی نژاد اسلامی ویښتيا د اسلام د حقيقت په معنی وبلله

10:18 - May 01, 2013
د خبر لمبر: 2526841
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر اسلامی ویښتيا داسلام دحقيقت په معنی وبلله .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو خبر پر اساس، احمدی نژاد داسلامی ویښتيا دعالمانودنړيوالې غونډې په پای كې وويل كله چې مونږ په اسلامی ویښتيا او اسلامی تمدن پسې يو بايد داسلام حقيقت لكه څنګه چې دی همغسې وپيژنو
دايران داسلامی جمهوريت ولسمشر داسلامی ویښتيا دعالمانو دنړيوالې غونډې په پاييزه كې زياته كړه باوری يم چې داستكبار چورچپاول او دصهيونيزم دجنايتونو دوران پای ته رسېدلی دی
نوموړی څرګنده كړه : دوی په بندون كې هڅه او تلاش كوی چې ځان وباسی په آسيا منځنی ختیځ افريقا او لاتينی امريكا كې جګړه رامنځته كوی خو دخدای په فضل اسلامی ویښتيا دخوځښت په حال كې ده
ولسمشر په دې سره چې صهيونيزم او صهيونستی رژيم له منځه تلونكی دی دخپلو خبروپه دوام كې وويل ټول بايد دنړی د اصلاح او په نړی كې دعدالت او توحيد دبيرغ رپېدو لپاره سره يوموټی شو
1220953
captcha