د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب زياته كړې د رايو په صندقونو كې كې د ايران د ملت ولولناك او پرتمين شتون د اسلامی ايران په ضد د دښمنانو د نقشو لپاره سخته ماته او د هغوی د نهيلی كولو سبب كیږی.
ښاغلی آيت الله امامی كاشانی د ايران د ولسمشرۍ په انتخاباتو كې ګډون كونكو كانديدانو ته په خطاب كې د دې خبرې په كولو سره چې ايران ملت يوه مدبر، قدرتمند او د مديريتی لوړ توان څخه برخمن ولسمشر ته اړتيا لری ټينګار وكړ د انتخاباتو كانديدان بايد په صادقانه ډول خلكو ته د خپلو پروګرامونو لومړيتوبونه موجوده امكاناتو ته په پام سره وړاندې كړی او خپل حدود هغه كه د انتخاباتو له ترسره كيدا مخكې وی او كه په دغه بهير كې له برياليتوب وروسته وی، مراعات كړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز په ځينو اسلامی هيوادونو كې روانو نښتو او تاؤتريخوالو ته په اشارې سره روښآنه كړه درزرامينځةكول او دسيسو جوړول داسلام دين ته د ګوزار وركولو په موخې سره د دښمنانو پلانونه او سپيرې دسيسې دی ،پردې اساس مسلمانان بايد ددغو سپيرو نقشو په وړاندې ځير او هوښيار ووسی .
هغه د اسلامی ویښتيا پراختيا ددښمنانو دويرې او وحشت يو عامل وباله او زياته ئې كړهع هغه مفتيان چې داسلام په نامې سره په مسلمانانو كې دمذهبی او قومی جنګونو فتواګانې صادروی ، نه يوازې مسلمانان نه دی بلكې دين او مسلمانانو په نسبت خاينان او داستكبار اوصهونيزم تالی څټی ګوډاګيان دی
آيت الله امامی كاشانی په مسلمانانو كې دا نسجام اواتحاد دساتنې په ضرورت د اسلام دګران پيغمبر ټينګارونوته په اشارې سره وويل پيغمبر اكرم دمسلمانانو پر مال او ژوند تيری حرام بللی دی ،مسلمانان بايد له مذهبی تعصباتو څخه په ليرې كيدا سره ددښمنانو داسلام ضد نقشو په لومو كې ښكيل نشی او ټول اهل تشيع ا واهل تسنن دې دوحدت اويووالی په شعار سره داسلامی تفكراتو اوقرآن په ضد ددښمنانو د نقشو په وړاندې ودریږی
1221923