د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب سترلارښود حضر ت ايت ا... خامنه ای نن دټول هېواد په كچه له زرګونو ښونكو او پوهنتوالوسره په ليدنه كې دښونې اوروزنې برخه ډېره مهمه او اساسی اداره ده چې ديوې پرمختللی اودداسې بشری ټولنې درامنځته كېدو لپاره اصلی بنسټ دی چې لوړانسانی خصلتونه او داسلام ژوند روده ولری
په دې ليدنه كې چې دښونكې داونی دلمانځلوپه دستوروكې ترسره شوه داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت ا... خامنه ای دشيهد آيت ا... مطهری او همداراز دښونكی او زده كونكو شهيدانوديادپه لمانځنو كې دښونكی دنده او مقام په اسلامی ټولنه كې ډېر لوړ او له نورو دندو څخه توپيرلرو نكې وبلله او زياته یې كړه : ښونكی په حقيقت كې دهيواد ارزښتناكه ملغلرو يعنې ماشومانو او ځوانانو روزنكی دی چې په همدې اساس نشو كولای دښونكی دنده دنورو دندوپه ليكه كې ځای كړو .
داسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... خامنه ای همدار از دحماسې پرځایښت او تحقق دخلكو دټولو پرګنو په ځانګړې توګه دښونكی او زده كونكی ځوږ غوړېدا اورول لوبولو ته اړمنه وبلله او څرګنده یې كړه :كه څه هم چې زده كونكی له قانونی لحاظه درايو وركولو حق نلری خوكولای شی چې په كورنی كې اغيز ولری اوښونكی هم كولای شی چې هم داوسنيو ټاكنو په مسئله كې دلوړ سياسی حماسی ټكی په توګه او هم په اقتصادی حماسه كې چې اوږدمهاله ده ديوې پياوړې نكتې په توګه رول ولوبوی
داسلامی انقلاب سترلارښود زياته كړه دايران ستر هيواد او ملت هغو هيلو او آرمانونوته په پام سره چې یې لری په بيلابيلو برخوكې حماسه جوړونې او څپانده خوځښتونو اړتيا لری
هغه حضرت په تېرو دريو لسيزوكې دايران دملت چټكو علمی پرمختګونوته په اشارې سره ټينګار وكړ دايران دملت علمی پرمختګونه په داسې ډول دی چې نړيوالې ټولنې په هغه له اعتراف كولو پرته بله چاره نلری
1225061