IQNA

د ايران د ولمسشرۍراتلونكی انتخابات د دوښمنانو پر مخ يوه سخته څپیړه كيدلی شی

17:33 - May 15, 2013
د خبر لمبر: 2534248
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام ټينګار وكړ ، چې خلك دې د خپلو موخو د پرځایښت او ددښمن د ناكامۍ لپاره، په ولسمشريزو ټولټاكنو كې په ولولناك شتون سره، له نوماندانو څخه داسې كس وټاكټی چې وكولای شی د نورو نوماندانو ښه د هېواد د عزت او پرمختګ دروند بار پورته كړی
د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، حضرت آيت الله خامنه ای، نن د خلكو د مختلفو پرګنو له زرګونو كسانو سره په كتنه كې، د غبرګولی په ۲۴مه د ولسمشرۍ ټولټاكنې، د ايران د ملت لپاره وياړمنه آزموينه وبلله او په دې ټولټاكنو كې یې د ملت ددښمنانو او د ملت پرضد موخو په بيانولو سره وويل چې په دې ټولټاكنو كې يو كس د ملت په رایې سره څلور كاله د هېواد پر برخليك او مهمو مسايلو واكمنېږی، خو ددې كس ځينې سمې او ناسمې پرېكړې، كولای شی چې آن تر كلونو پورې د هېواد پر راتلونكې اغېزه واچوی او دا حقيقت ددې ښودنه كوی چې ولسمشرې ټولټاكنې، ډېرې مهمې دی.
هغوی د غبرګولی يا جوزا د مياشتې د ۲۴مې په ټولټاكنو كې ددوه چنده ارزښت په بيانولوسره زياته كړه چې تر ټولټاكنو پورې كابو يوه مياشت پاتې ده، دغه موكه پر يوې مهمې نړيوالې مسئلې بدله شوې ده، او د ايران دښمنانو او نړيوال فكر دستګاوې آن د هغې سريزې په ځيرتيا سره څاری.
حضرت آيت الله خامنه ای، پردې په ټينګارسره چې دښمنان ددغو ټولټاكنو پر وړاندې د ايرانی ملت له موخو سره بشپړه توپيری موخې تعقيبوی وفرمايل: د ايران خلك په يوه داسې صالح كس پسې دی چې هېواد پر لا چټكتيا سره په مادی او معنوی ډګرونو كې پرمخ بوځی او د شته ستونزو د هوارولو او د لاهوسا او ښه ژوند د رامنځ ته كولو ترڅنګ، د خلكو د ولولې، شوق او هيلې په رڼا كې د ايران عزت او خپلواكۍ ته لوړتيا ور وبښی.
هغوی زياته كړه: دښمن د ټولټاكنو د سړولو لپاره له هڅې سره يوځای، په داسې وګړی پسې دی چې دغه ځانګړنې ونه لری او ايران په بېلا بېلو ډګرونو كې پيلتيا، كمزورتيا، وروسته پاتې كېدا او د پرديو د سياستونو په لاره كې ګرځولو ته وكاږی.
د رهبرۍ ستر مقام په ګوته كړه: پردی په لومړی سر كې د ټولټاكنو په نه ترسره كولو پسې وو، خو اوس چې لاسونه یې له دې موخې لنډ شوی، په انتخاب كې د خلكو له اغيزمنتيا او تودوالی د زړونو په سړولو پسې دی.
هغوی په ټولټاكنو كې له ګډونه دخلكو نهيلی كول ددښمن اصلی تكتيك وباله او زياته یې كړه: هغوی غواړی عمومی افكارو ته داسې القاء كړی چې په ټولټاكنو كې ګډون او رایې وركول هیڅ ګټه نه لری.
حضرت آيت الله خامنه ای، په وروستيو اونيو كې صهيونيسټی خبری آژانسونو او سترو رسندويو پر كړچار په استناد سره زياته كړه: د هېواد د اوضاع كړكيچن ښودل د ستونزو ستر ښودل، د ستونزو د هوارولو لپاره نهيلی القاء كول او د ملت راتلونكی تور ښودل، هغه رودې دی چې دتحريف او سترو دروغجنو چينلونو د ايران د ټولټاكنو د پيكه كولو لپاره پر خپلې اجنډا كې ګرځولی دی.
1228850
captcha