IQNA

اقای كرمانی: د ايران ملت په انتخاباتو کې د اسلامی اصولو په بنياد رایې واچوی

17:51 - May 24, 2013
د خبر لمبر: 2537857
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ۱۱ پړاو كې د ايرانی ملت پراخ ګډون د ايران د غليمانو د دسيسو په وړاندې د اسلامی جمهوری نظام د خوندی توب عامل وباله .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، ايت الله محمد علی موحدی كرمانی د مولای متقيان حضرت امام علی عليه سلام د نيكمرغه زوكړې په مناسبت د مباركی ويلو په ترڅ كې وويل د جون په ۱۴ د ايران د ولسمشرۍ د انتخباتو په ۱۱ پراو كې د ايرانی ملت پراخ ګډون هغه ستره حماسه ده چې د ايران د اسلامی جمهوريت نظام او اسلامی انقلاب به بيمه كړی .

د تهران د جمعې لمانځه خطيب ټينګار وكړ، هر هغه ايرانې چې له ايران سره مينه لری بايد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره كيدا په بهير كې په فعال شتون سره د اسلامی انقلاب د ایډيالونو د ساتلو او اسلامی جمهوريت د خوندی توب په چوكاټ كې ګام پورته كړی .

ايت الله موحدی كرمانی ، هغو ځانګړنو ته په اشارې سره چې بايد د ايران راتلونكې اولسمشر ترې برخمن وی، زياته كړه ،هغه څوك چې په دغه مهمې څوكۍ بايد فعاليت وكړی ، د رهبرۍ د ستر مقام په وينا متقی، مدير، مدبر، استكبار دښمنه، عدالت غواړې او ساده ژوند درلودونكې وی او پام وكړی چې د خپل فعاليت په حوزې كې له نيكو كسانو او كار پوهانو استفاده وكړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطييب د دې خبرې په كولو سره چې د ايران ولسمشر بايد د ولی فقيهه حكمونو او لارښونو پيروكار وی او خپلو هيواد والو ته په عشق او رحمت سره خدمت وكړی او له هغو سره منيه ولرلې شی ، جوته كړه يو ښه ولسمشر بايد د ملت د غوښتنو د پوره كولو لپاره له هیڅ ډول كوشش ډډه ونكړی او خپلو ځينو نالايقو كسانو ته په غير منطقی امتياز وركولو سره د توپير په ګناه ككړ نشی .

د تهران د جمعې لمانځه خطيب په دوام كې په اته كلن تپلی جنګ كې دعراق د بعث رژيم له نيواكه د ايران د جنوب لوديدیځ د خرمشهر د ازادی په لمانځلو سره وويل په خداې ايمان ، صبر او د ايرانی ملت مقاومت او دريدا د خرمشهر د ازادی او برياليتوب سبب شوه .

د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز د ترهه ګرو په شاه كولو كې د سوریې د ملت او پوځ برياليتوبونو ته اشاره وكړه او ویې ويل د غليمانو په وړاندې د سوریې ملت مقاومت نتيجې ته رسیږی .
1232850
captcha