د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس هغه وويل كه د سيمې هيوادونه وغواړی، چې په مسئوليت مننې سره د سيمې په آمنيت كښې مثبت رول ولری بايد د مذهبی او فرقه ای نښتو او تاوتريخوالومخنيوی وكړی ،نه دا چې اور بل كړی .
لاريجانې وويل تركیې په غلط تحليل سره له سوريی سره دښمنۍ ته مخه كړی ،كه له دوو كلونو وروسته په سوريه كښې د لاسوهونكو هيوادونو حساب كتابونه غلط دی ،نو بايد چې لګښتونه یې ايران او د لبنان حزب الله ته متوجه نكړی .
د ايران د اسلامی شورا مشر ،له سياسی لارو د كړكيچ د آوارولو په اړه د سوريی په هكله د اسلامی ايران په تلپاتې دریځ ټينګار وكړ او ویې ويل په سوريه كښې ترهه ګرو ته د وسلو استول ،يوازې په سيمه كښې د اور بلول او د كړكيچ سختول دی او په سوريه كښې د روانې ستونزې له آوارې او د ډيموكراسۍ له پياوړتيا سره كومه مرسته نه كوی .
1233700