IQNA

حجةالاسلام صديقی: په راتلونكوانتخاباتوكې د خلكو پراخ ګډوند دښمنانو سپيرې دسيسې شنډوی

19:05 - May 31, 2013
د خبر لمبر: 2541266
سياسی او او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځّه خطيب حجةالاسلام كاظم صديقی نن پخپلو خطبو كې د ولسمشرۍ د يولسم پړاؤ په راتلونكو انتخاباتو كې د اسلامی ايران د میړنی ولس تر ډيره حده او ولولناك ګډون يو داسې دينی پيغام و باله چې د ولس له ګرمو احساساتو ئې سرچينه اخستې ده .
د ايران د قران نړيوال خْبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، د تهران دجمعې لمانځّه خطيب زياته كړې دايران ملت به يو ځل بيا په دغو انتخاباتو كې په پراخ او پرتمين شتون سره يوه بله سياسی حماسه وپنځوی او داسلامی ايران د ولس او نظام لپاره به يو بل بې مخينې عزت ډالۍ كړی

ښاغلی حجةالاسلام صديقی دغه راز وويل د جون په څوارلسمه نیټه د ولسمشر ۍ او د ښآرونو او كليو د شوراګانو د انتخاباتو ترسره كيدا داسلامی ايران لپاره يو ه كاميابی ، لازمه دفاع او دبرخليك ټاكل دی . هغه همداراز ددې خبرې په كولو سره چې دغه انتخابات د بهرنی او ظاهری امنيت له پلوه داسلامی جمهوری نظام لپاره ستره بريا كيدلی شی زياته كړه دايران و لس څو ديرش كاله كیږی چې ددښمنانو په وړاندې په بيلابيلو سليقو او رودو سره میړنتوب ،غيرت او اتحاد اويووالی تجروبه كړی دی او دې ځل به هم دغبرګولې په څلورويشمه نیټه هم دغه وياړونه نندارې ته وړاندې كړی
د تهران د جمعې لمانځه خطيب هم دا راز د حضرت امام خمينی د تلين كليزې ته په اشارې سره وويل ارواښاد امام دبابصيرته ولس په رايو ايمان درلود او پوهيد چې د ايران مسلما ن ولس د اعتقادی مصلحتونو په خلاف رائ نه وركوی او د فاسدو او غوليدلو كسانو ملاتړ نه كوی . دغه رازامام بزرګوار دزبر ځواكونو نفوذی افسانه باطله كړه او له استكبار سره مبارزه دحضرت امام خمينی يو خصلت ؤ او له كلنګ غوښتونكو سره ئې په قدرت اواقتدار سره مقابله وكړه.
1236480
captcha