د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله محمد امامی كاشانی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو كې د دې خبرې په كولو سره چې نن د ايران د خلكو او اسلامی جمهوری نظام لپاره يوه خاص او مهمه ورځ ده وويل د ولسمشرۍ او شوراګانو په انتخاباتو كې د خلكو پراخ ګډون به په نړيوالو ډګرونو كې د ايران ځای ته نوره هم لوړتيا وبخښی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب زياته كړهد ايران د ولسمشرۍ انتخبات هر څومره چې با انګيزې او ولولناك ډول ترسره شی ، نړيوالو په تيره بيا د اسلامی ايران بدغواړو او غلميانو ته به د ايرانی ملت او نظام قدرت او عزت نور هم روښانه شی .
ښاغلی امامی كاشانی د انتخباتو په ورځ د ايرانی ملت سياسی حماسه د ايران د اسلامی جمهوريت لپاره ارزښمتنه پانګه وبلله او هيله یې څرګنده كړه چې د اسلامی ايران د مصلحت او عزت په چوكاټ كې په اجتماعی ، سياسی او اقتصادی ، ډګرونو كې تر ټولو زړه سواندې او كارنده كس د اولسمشر په توګه انتخاب شی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران د ولسمشرۍ د انتخباتو كانديدانو ته په خطاب كې وويل څوك به د دغو انتخباتو بايلونكې نه وی ځكه چې تر ټولو مهمه مسله دا ده چې دغه سيالۍ به د ايرانی ملت د وحدت او انسجام سبب شی چې دا د درستو كانديدانو برياليتوب دې .
ايت الله امامی كاشانی د ايران د انتخباتو د ترسره كيدا بهير په تيره بيا د ايران په ټيلی ويژيون او راډيو كې انتخباتی مناظرې د حقيقی ديموكراسۍ په اساس وبللې او د كانديدانو پلويانو ته یې سپارښتنه وكړه چې بايد د خپلې خوښې كانديد په رايو نه راړولو خپه او ناهيلی او د نور و د څيرو په خرابولو پسې نشی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز د شعبان د مباركې مياشتې د مباركو ورځو چې د حضرت امام حسين عليه السلام ، حضرت امام سجاد عليه السلام ، حضرت ابوالفضل العباس عليه السلام او حضرت ولی عصر عجل الله تعالی فرجه الشريف له نيكمرغه وزكړو سره يوځای شوی ، د نړۍ درستو مسلمانانو ته مباركی وړاندې كړل .
1242472