د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، ايت الله محمد علی موحدی كرمانی د سياسی حماسې په راپنځولو كې د اسلامی ايران د ولايت مداره خلكو د شتون په قدرونې سره وويل د شتون دغه حماسه د ولسمشرۍ په انتخاباتو كې د ګډون لپاره د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ندا ته لبيك وو.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله موحدی كرمانی ټينګار وكړ د ۲۰۱۳ م كال د جون د ۱۴ نیټې سياسی حماسه يو ځل بيا د ايرانی ملت د سر لوړی او د اسلامی انقلاب د غليمانو د ماتې سبب شوه.
ښاغلی كرمانی همداراز د ايرانی ملت منتخب ولسمشر ښاغلی حسن روحانی ته د مباركی په وركولو سره زياته كړه هغه يو پياوړې مدير ، مدبر او د ولايت فقيهه تابع دې چې د اسلامی انقلاب له بريالتوب مخكې او وروسته د ځلانده انقلابی مخينو درلودونكې دې .
ايت الله موحدی كرمانی د دې خبرې په كولو سره چې د ايران د خلكو منتخب ولسمشر بايد په الهی او قرانی فرامينو په توسل او د شايسته سلاكارانو او كاركونكيو په غوره كولو سره د ټاكل شويو هدفونو په لور د ولسشمرۍ دروند پیټې هد ايت كړی ، هيله څرګنده كړه چې د ايرانی ملت منتخب ولسمشر د پياوړی كابينې په ټاكلو سره د هيواد په اجرايی چارو كې بريالی شی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز د ايران د فوټبال د ملی ټيم برياليتوب او په ۲۰۱۴ م كال كې د برازيل نړيوال كپ ته د لاره موندلو په هكله، ځوانانو اولوبغاړو په شمول ايرانی ملت ته مباركی وويله .
ايت الله كرمانی د تهران د جمعې لمانځه په لومړنۍ خطبې كې هم د دې خبرې په كولو سره چې د حضرت امام زمان عجل الله تعالی فرجه الشريف د ظهور په وخت كې د مظلومانو پر ضد د ظالمانو ظلم و ستم خپل اوج ته رسی. زياته كړه هغه ظلمونه چې نن د سوریې او بحرين په شمول د نړۍ په بيلايبلو سيمو كې ترسره كیږی، بايد د ناهيلی سبب نشی ځكه چې په مظلومانو د ظالمانو د ظلم زياتيدا د ستر برياليتوب د ظهور د نږدې كيدا نخښه ده.
1245882