IQNA

د اسلامی انقلاب معظم رهبر، د څو ګوته په شمېر هېوادونه د ايران د اسلامی جمهوريت د اټومی موضوع د حل خنډ وبلل

7:54 - June 27, 2013
د خبر لمبر: 2552762
سياسی ډله: د رهبرۍ د ستر مقام د مطبوعاتی دفتر د خبر له مخې، د اسلامی انقلاب معظم مشر، حضرت آيت الله العظمی خامنه ای، نن د ۱۹۸۱ ميلادی كال د جون په ۲۸مه د آيت الله بهشتی او د اسلامی انقلاب د ۷۲ يارانو د شهادت د كليزې په درشل كې د ايران د اسلامی جمهوريت د قضائيه قوې د قاضيانو او لوړ پوړو چارواكو سره په كتنه كې، ټينګار وكړ چې د ايران په اټومی موضوع كې، څو ګوته په شمېر ډېر غوښتونكی هېوادونه نه غواړی چې مسئله حل شی او د هغوی كار ړنګونه ددې لامل شوې چې دغه موضوع تر اوسه حل نه شی.
د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، حضرت آيت الله خامنه ای هغه ليكلی سند ته په اشارې سره چې د اټومی انرژۍ د نړيوال آژانس له خوا لاسليك شوی، زياته كړه په دې سند كې آژانس اعتراف كړی چې هغه ستونزې چې د ايران د اټومی فعاليت په اړه یې شتون درلود، لرې شوې، نو پردې بنسټ د ايران اټومی دوسيه بايد بنده شوې وای، خو امريكايانو سملاسی نوې مسئلې مطرح كړې ، ځكه چې اټومی موضوع پر ايران ددباو او ګواښ لپاره مناسب ټكی ګڼی.
د اسلامی انقلاب معظم مشر، د ايران په اټومی موضوع كې د صهيونيسټانو لمسونو ته په اشارې سره وويل: اسلامی جمهوريت په اټومی بحث كې، قانونی او روڼ عمل كړی دی او د استدلال له پلوله ټينګ منطق لرونكی دی، خو ددښمنانو موخه، د دباو دوام، د ملت ستړی كول او د نظام بدلون دی، نو پردې بنسټ نه پرېږدی چې مسئله حل شی.
د اسلامی انقلاب ستر مشر، ټينګار وكړ: د هغوی لپاره، اټومی فعاليت، د بشر حقوق، ډيموكراسی او هیڅ بل شی ارزښت نه لری، هغوی د ايران د ملت د پرمختګ په مخنيوی او پر ايران د بيا سلطې په لټه كې دی، خو اسلامی جمهوريت په ځواك، خپلواكۍ، پر خلكو په تكیې او پر پروردګار په باور سره ولاړ دی او د ايران له ګټو دفاع كوی.
د رهبرۍ ستر مقام، د خپلو څرګندونو په بله برخه كې، د غبرګولی په ۲۴مه په ټولټاكنو كې په هوښيارۍ او پوهې سره د ملت د حقيقی او سترې حماسې په ستاينې سره، ټينګار وكړ چې د سږ كال په ټولټاكنو كې د ملت د ستر شتون رمز، له اسلامی جمهوری نظام سره عمومی مينه او باور، د ټولټاكنو پر اجرا كوونكو او څارونكو باور او د ايران مخ پروړاندې او ګټور حركت ته د ملت هيله مندی وه او دغه ډېر مهم او نه انكاريدونكی حقيقت دی.
حضرت آيت الله خامنه ای منتخب ولسمشر سره د مرستې پر اړتيا په ټينګار سره زياته كړه چې د دښمنانو د ټولو موخو، پروګرامونو هر اړخيزه ماتې، د آبادونې او پرمختګ د بيخ بينايی په توګه د تلپاتې امنيت د شتون ، د منتخب ولسمشر په اړه د نورو نوماندانو قانون مننه او درناوی، او د ملت له ګټو څخه په دفاع كې د اسلامی جمهوريت ځواك او ټينګښت د وروستيو ټولټاكنو مهم ټكی و.
هغوی همدارنګه زياته كړه: اوسنی دولت د خپلو كمزوريو ټكو په څنګ كې، ډېر قوی ټكی هم لری او مناسبه وه چې نوماندانو د كمزورتيا د ټكيو د بيانولو په څنګ كې ددولت مهمو خدمتونو او بيخ بينايی كارونو او همدارنګه د رغونې كارونو ته هم په منصفانه كتنې سره اشاره كړې وای.
1248534
captcha