د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له خبری چينل الميادين یې نقلوی چې د اخوان المسلمين د ويانداحمد عارف او دمصر ديوې امنيتی سرچينې له قوله راپور وركړ چې دمصر امنيتی ځواكونو محمد مرسی نيولی دی
داخوان المسلمين وياند وويل چې مرسی او دهغه له پياوړو مرستيالانوڅخه عصام الحداد نيول شوی خو مالومه نه دچې چېرته ساتل كیږی خو دمصر يوه بل امنيتی چارواكی ددې خبر په پخلی سره ويلی چې نوموړی په يوه پوځی اډه كې ساتل كیږی
همدغه راز دمصر امنيتی ځواكونو داخوان المسلمين ډلې مرستيا (خيرت الشاطر) چې دولسمشری ډلې لپاره ددې ډله لومړی انتخاب ؤ نيولی دی .
داپداسې حال كې ده چې داخوان المسلمين ډلې دنورو ۳۰۰ غړو دنيولو راپور هم خپور شوی تېره شپه له واكه دمحمدمرسی دګوښه كېدو په ترڅ كې دمرسی دمخالفينواو پلويانو ترمنځ ددې هيواد په اوولسو ولايتونوكې سخت اخ ډب هم شوی چې په پايله كې یې اته كسان وژل شوی او لږترلږه ۳۵۰ كسان ټپيان شوی دی
د مصر د اساسی قانون د لوړې محكمې مشر، عدلی محمود منصور نن تر سختو امنيتی شرايطو لاندې ددغه هېواد د لنډمهاله ولسمشر په توګه لوړه وكړه.
دلی محمود منصور د روانې مياشتې په لومړيو كې، د مصر د اساسی قانون د لوړې محكمې د پخوانی مشر، ماهر البحيری ځای ناستی شو.
1252398