د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له صوت المنامه یې نقلوی چې د بحرين سياسی فعالانو د بحرين د تمرد د شعار په چوكاټ كښې د بيان د ازادۍ او د سوله ايزو خوځښتونو ملاتړ اعلان كړ .
د بحرين سياسی فعالانو په يوې بيانیې كښې د ال خليفه ديكتاتور رژيم پرضد د اګست د مياشتې په ۱۴ نیټه د مظاهرو د ترسره كيدا غوښتنه وكړه ځكه چې دغه ورځ په ۱۹۷۱ ميلادی كال كښې د انګلستان له استعمار څخه د بحرين د خپلواكۍ له كليزې سره سمون خوری.
د بحرين سياسی فعالانو په خپلې بيانیې كښې زياته كړی ده چې بحرين له كوم توپير پرته دټولو ښاريزو لپاره يو ازاد او خپلواكه هيواد دی او دا خلك دی چې دټولو قدرتونو سرچينه او دواكمنې مالكان دی او په دې خاطر بايد له لاسه دتلليو حقونو او اختياراتو دبيرته ترلاسه كولو لپاره له هرې سوله ايزې لارې چارې استفاده وكړ ی .
د بحرين فعالانو وويل هغه قوانين چې ازاديانې یې محدودې كړی او له بشری حقوقو او نړيوالو قوانينو سره توپير لی باطل ق دی او بايد دغه قوانين ختم شی چې خلك وكولای شی په عزت او احترام سره دبيان ازادۍ ولری .
د بحرين دترټولو ستر سياسی ګوند وفاق مشر علی سلمان هم له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې دبحرين داګست دڅوارلسمې (۱۴)نیټې دتمرد غورځنګ ملاتړ وكړی .
هغه وويل دبحرين خلك به دقانونی او جايزو ازاديو ترټينګيدا او دمنتخب حكومت تر جوړيدا پورې خپلو اعتراضونو ته دوام وركړی او دغه دهيواد دمشكلاتو دحل يوازنۍ لاره ده .
1252604