IQNA

22:06 - July 07, 2013
د خبر لمبر: 2557810

احمدی نژاد: د ايران اسلامی انقلاب او اسلامی حكومت له الهی افكارو پرته بې معنا دی

سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن دايران دملی رسنئ صداوسيما دنړيوالو غونډو په مركز كې دايران دنهم او لسم پړاؤ دحكومتونو دجهادی هڅې داته كلن زيار ددرنښت په دستورو كې زياته كړه دايران اسلامی انقلاب په دووغوره اومهمو موخو سره رامينځةشوې چې لومړۍ ئې دانسانانو ژغورل او آزادول او هم كمال ته هغو رسول وو

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يور راپور پراساس، ډاكټر احمدی نژاد روښآنه كړې دانسانانو ژغورل كمال ته دانسانانو رسيدل ، دهغو ی غوړيدااو په ايران او نړۍكې د پاكۍ اوښكلا ؤ دډكې اوپياوړی او پرمختللی ټولنې رامينځةكول دايران داسلامی انقلاب روښانه موخې دی
د ايران د مجريه قوې مشر ټينګار وكړ دايران د اسلامی انقلاب موخې يو خيالی شی نه دی ، دټولنې په متن كې انقلاب ، دټولنې لپاره او په ډيرو روښانه موخو سره بڼه موندلې او دايران داسلامی انقلاب دتاريخ ټوله شيبې او هغه ټیټې هسكې چې رامينځةشوی ، كمال ته درسيدا لپاره يو فرصت دی . داسلامی ايران ولسمشر روښانه كړه د ايران ملت دحق غوښتنې له پلوه دنړۍ په سر كې دی او د هوش او دكلتوری او سياسی ظرافت دتشخيص او دغه راز دتفكر له پلوه دنړۍ په سر كې دی
1253537
captcha