IQNA

د مرسی دپلويانو او مخالفينو ترمنځ اخ ډب كې ۳۷ كسان وژل شوی او ۱۰۰۰ نور ټپيان دی

22:07 - July 07, 2013
د خبر لمبر: 2557811
نړيواله ډله: د مصر روغتيايی سرچينو دمرسی دمخالفينو او پلويانو ترمنځ په تيرو ۲۴ساعتونوكې د۳۷ كسانو دوژل كېدو او شاوخوا ۱۰۰۰ كسانو دټپی كېدو خبروركړ
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يور راپور پراساس، چې له الجزيره چينل یې نقلوی چې په مصر كې د لاريونونو په تازه رامنځته شوو څپو په ترڅ كې د دې هيواد د روغتيا وزارت اعلان وكړ چې د مرسی د پلويانو او مخالفينو ترمينځ په دې تاوتريخجنو مظاهرو كې ۳۶ كسان وژل شوی او ۱۰۷۹ نور ټپيان دی چې په وژل شوو كسانو كې په سينا كې يو قبطی كشيش هم د ناپيژاندو كسانو لخو وژل شوی دی
د مصر د روغتيا وزات وايی په دې شمېر كې هغه كسان هم شامل دی چې د جمعې په شپه ووژل شول
خبر زياتوی چې له دې سربېره په سينا كې پنځه پوليس هم په دې تاوتريخوا كې وژل شوی
د جمعې په شپه د مرسی پلويانو د دې هيواد په شمال ختیځ كې په سينا ولايت كې د والی په ودانی حمله وكړه
د سينا سيمه د حسن مبارك د رژيم د نسكوريدو راهيسې له سختې بې ثباتئ او ناامنی سره مخ ده
1253694
captcha