IQNA

شيخ الازهر: قرآن، حديث او د اسلام روښانه دين شيعه كافر نۀ ګڼی

22:57 - July 08, 2013
د خبر لمبر: 2558483
نړيواله ډله: د مصر شيخ الازهر احمد الطيب په يو لړ څرګندونو كې روښآنه كړې نن سبا په درستې نړۍ كې مسلمانان وحدت او يووالی ته اړتيا لری، په داسې حال كې چې د فتنو او درز د رامينځةكولو پلانونې كیږی څو مسلمان ملتونه له يوه بله جلا كړی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يور راپور پراساس، چې له براثا خبری اژانس یې نقلوی چې شيخ الازهر دغه راز د شيعيانو له تكفير كولو سره دخپل مخالفت په اعلانولو سره زياته كړه د مسلمانو ملتونو وحدت يوه مهمه او ضروری موضوع ده چې ورته ډيره اړتيا ده او له دې پرته په راتلونكی كې سر لوړی نشو كيدلی
شيخ احمد الطيب د اهل تشيع د كافر بللو په باب له ځينو سپوږمكيزو چينلونو خپريدونكی څرګندونې رد كړی او ويلی ئې دی دغه موضوع د منلو وړ نه ده او په قرآن حديث او اسلام كې ئې هیڅ توجيه نشته ، د شيعه او سنی تر منیځ هیڅ اختلاف نشته
دا په داسې حال كې د ی چې په مصر كې سرزورو سلفيانو په همدا وروستيو كې د اهل تشيع په ضد خپل سرزوری اقدامات په اوڅاره توګه زيات كړی دی او د شيخ الازهر دغه وروستیۍ څرګندونې د دې ښودنه كوی چې په درستۍ نړۍ په تيره بيا په مصر كې سلفيان د لودیځوالو او استعمار لپاره د ګوډاګيانو په توګه كار كوی لكه څنګه چې په همدا وروستيو كې د عربستان پاچا ملك عبد ا... هم د امريكا له خارجه وزير جان كری سره په يوه تماس كې ويلی په مصر كې سلفيان د لويدیځ لپاره هیڅ خطره نه حسابیږی.
1253766
captcha