IQNA

د مصر تاؤتريخوالو نن سهار وختی ۳۴ كسان قربانی كړل

22:57 - July 08, 2013
د خبر لمبر: 2558484
نړيواله ډله: نن سهار وختی دمصر دڅنګةشوی ولسمشر دبيرته په ځای كولو ملاتړ كې خلكو ستره مظاهره كړې چې دپوليسو په لاسوهنې سره تاؤتريخجنه شوې او وروستی راپورونه ښئ د مصر د اخوان المسلمين غورځنګ ويندوی احمد عارف ويلی دی چې د امنيتی مامورانو په ډزو كې په ډزو كې شپاړس كسان وژل شوی او په سلګونو نور ټپيان شوی چې ويل كیږی ډير پكې مرګی حاله دی
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يور راپور پراساس، چې له اطلاع رسولو مركز cnbcarabia، یې نقلوی چې دا په داسې حال كې دی چې ډيری شناندی وائی دمصر دكرارو حالاتو په خرابولو كې داستعماری قدرتونو په تيره بيا دامريكا اوصهونيسټ رژيم بشپړ لاسونه دی
یږخسيتسی شناندی او كارپوه نبيله رمدانی له رشيا ټوډې چينل سره په خبرو كې په مصر كې وروستيو حالاتو ته په پآم سره په دغه هيواد كې دداخلی جنګ دخطرې په باب خبرداری وركړی دی . هغه ويلی دی چې وروستې پیښې ښئ چې دځينو استعماری قدرتونو په لمسونې او دسيسو سره ممكنه ده تر ډيرې مودې پورې په دغه هيواد كې داخلی شخړې دوام وكړی او دغه راز استعماری قدرتونه اوبه خړې كړی او پكې مايان ونيسی
دامريكا يو ه ليكوال او شناندی سټيفن لنډمن بیګا له پريس ټی وی سره په خبرو كې ويلی دی په مصر كې دوروستيو تاؤتريخوالو اصلی عامله امريكا ده . دغه امريكائی ليكوال دمصر په د اخلی چارو كې دامريكا لاسوهنو ته په اشارې سره ټينګار وكړ دامريكا حكومت دخپل امپراليسټی سياست په چوكاټ كې په مصر كې دكراری اوثبات غوښتونكې نه ده ، ددوی سياست تل دمصر پشمول دنړۍ په بيلابيلو هيوادوو كې دبې ثباتۍ رامينځةكول دی او دليل ئې هم هغه ډيرې ګټې دی چې امريكا ئې په بيلابيلو هيوادونو كې له بې ثباتيو ترلاسه كوی
همداراز دمصر په وروستيو ترينګلو حالاتو دنړيوالو غبرګونونه هماغه راز دوام لری ،دتركیې لومړی وزير رجب طيب اردوغان دجرمنی په ډوسلدروف ښار كې هستوګنو تركانو ته په ویډيوئی خطاب كې په مصر كې په كودتا چې محمد المرسی پكې نسكور شو سختې نيوكې كړی او ويلی ئې دی هغه ځواك چې مرسی ئې نسكور كړی له يوه كاله زيات ئې منتخب ولسمشر ونه زغمل شو ،دوی دمصر دخلكو دارادې او هوډ احترام ونكړ
البته ډيری شناندی وائی چې دتركیې لومړی وزير په مصر كې دولس دراپورته كيدا له امله دتركیې دولس دبيلګه اخستو په اړه هم اندیښمن دی چې په همداوروستيو كې ئې ددخپل لومړی وزير په ضد په زياتره ښارونو كې سترې مظاهرې كړی اواردوغان ئې ديوه ديكتاتور په توګه نومولی دی
1254481
captcha