د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يور راپور پراساس، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتی دفتر د خبر له مخې د ايران د بهرنيو چارو وزير نن مازیګر په يوه بيانيه كې د مصر پر اسنيو بدلونونو د اندېښنې څرګندونو ترڅنګ، اعلان وكړ چې د مصريانو ترمنځ تاوتريخجنې نښتې، ملی وحدت او ددغه هېواد كورنۍ جوړښت او نظم داغی كړی دی او ددښمنانو د خوشالۍ لامل شوی دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په بيانيه كې د دې په اعلانولو سره چې د يران اسلامی جمهوريت د مصر بدلونونه په دقت سره تعقيبوی، د ځينو سخت دریځو ډلو د تخريبی كړچارونو چې په تېرو مياشتو كې د مصر د ټولنې د پرګنو د اندېښنې لامل شوې دی، نيوكه وكړه.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو كې د مصری شخصيتونو د نيول كېدو بهير اندېښمنونكی وباله او ددوستانه انسانی اصولو د درناوی پر اړتيا یې ټينګار وكړ.
1254414