د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يور راپور پراساس، آيت ا... امامی كاشانی مصر يو خورا متمدن او همدارا ز له كلتوری ،معارفو او داسلامی علومو ، توليد ،كرهڼې او هنر له پلوه يو مخكښ هيواد وباله او روښانه ئې كړه دمصر ولس له اسلام سره لوی شوی دی او نن سبا دښمنانو دوی له سترې شخړې سره مخامخ كړی دی
د تهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز زياته كړې په دغه ډول وضيعيت كې دمصر ملت بايد په وحدت اويووالی سره ډير زيات پام وكړی ،ځكه چې نننی وضيعيت يوه ستره بلاه او مصيبت دی كه څه هم فقيه او عادله رهبری نه لری خو په عين حال كې د مصر خلك بايد په لازيات وحدت او يووالی سره خيال وكړی .
حضرت آيت الله امامی كاشانی همداراز دجون په څوارلسمه نیټه دايران دولسمشرۍ دانتخاباتو په كاميابۍ سره ترسره كيدا دنړۍ لپاره يوه بيلګه ګام وباله او ټينګار ئې وكړ په انتخاباتو كې دايران دولس اوڅاره شتون نړۍ حيرانه كړې ده . هغه دغه راز د ۱۹۳۵كال په جولائی كې دستر او حجاب په اړه درضا خان داقداماتو په ضد دايران په شمال ختیځ كې د مشهد په ګوهرشاد جومات كې د ايران د خلكو د پاڅون كليزې ته په اشارې سره وويل په دغه پاڅون كې د رضا خان د عواملو په لاس څو زره كسان شهيدان شول، په ټول كې په تيرو سلو كلونو كې دايران دولس بيلابيل پاڅونونو كار دايران اسلامی انقلاب ته ورساوه او په هغو كې فقيهه او عادله رهبری د ملت په مرستې سره د نړيوال استكبار په ضد ودريده او مقاومت ئې وكړ
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د روژې د مباركې مياشتې د رارسيدا په باب د مباركۍ په ويلو سره ځان او نور خلك د الهی تقوا رعايتولو ته وبلل
1256512