د ايران د قران نړيوال خبري اژانس ايکنا د يور راپور پراساس، چې له المنار ټي چينل يې نقلوي چې د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر سيد حسن نصرالله بیګا له اسلامی مقاومت څخه د ملاتړ له پلاوې سره د روژه ماتې په مهال وويل صهيونست رژيم په راتلونكې جنګ كښې مخكې له دې چې سترګی د بيروت د بمبارئ په لور وی ،د نيواكې فلسطين د شمال الجليل ښار د وضعيت په اړه اندیښمن شی.
هغه ټينګار وكړ نن سبا هیڅ څوك د لګښتونو له وركولو پرته په لبنان تيری نه شی كولای .
ښاغلی سيد حصن نصرالله وويل په لبنان كښې مقاومت ليدتوګه،هدفونه،دنده او روښانه سياست لری او دغه چاره د دې لامل شوی ده،چې مقاومت هڅه وكړی د صهيونستانو له بندونو بنديان خوشی كړی،له ۱۹۸۲ كاله مخكې د لبنان نيول شوی ځمكی آزادی او خپل هدفونه ترلاسه كړی .
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر وويل مقاومت د لبنان له خلكو په ملاتړ كښې او هغوئ د ونډی وركولو له لارې جوړ شو اوصهيونست غاصب رژيم چې د لبنان په درستو ډګرونو كښې د مقاومت په شتون اندیښمن دی ،هڅه كوی په بيلا بيلو دسيسو او چلونو سره د مقاومت د كمزوری كولو په لاره كښې ګامونه پورته كړی چې دغو دسيسو تراوسه سخته ماتې خوړلی ده .
سيد حسن نصرالله د خپلې وينا په بله برخه كښې په سيمه كښې له اسرائيلو د آمريكا ملاتړ ته اشاره وكړه او ويی ويل په سيمه كښې د آمريكا لومړيتوب اسرائيل دی ،خو د سيمې او نړۍ حالات څه په داسی ډول دی،چې د واشنګټن چارواكې نور ددې وس نلری،چې په نورو حكومتونو خپل نظرونه وروتپی.
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر په لبنان كښې د مقاومت موقعيت ته هم اشاره وكړه او ويی ويل په لبنان كښې مقاومت ډير پياوړی دی ،ولسی ملاتړ او هوډ لری ،مقاومت ماتې نه خوړونكی دی، او هغه درست كسان چې هڅه كوی مقاومت مات كړی او يا یې منزوی كړی ،ماتی به وخوری ،ځكه مقاومت تشكيلات نه دی،بلكه ولسی هوډ دی .
سيد حسن نصرالله زياته كړه،له لبنان څخه دفاع يوازی د حزب الله دنده نه ده بلكه د ملت درستې پرګنې بايد د كورنيو او بهرنيو دښمنانو په وړاندې له ملی واكمنئ دفاع وكړی .
هغه وويل مقاومت په ۳۳ ورځنې جنګ كښې د مينځنی ختیځ لپاره د آمريكا نوی طرحه دړی وړی كړه ،او مقاومت په ۱۹۸۲ م كال كښې د بڼې موندنې له پيله وتوانيده چې له درستو تورونو سره سره د لبنان په نيواك كښې د آمريكا او اسرائيلو هدفونه له مينځه يوسی .
سيد حسن نصرالله وويل،اسرائيل ډير ښه پوهیږی چې لبنان نور د دوئ لپاره يوه ساده مړۍ نه ده،ځكه مقاومت اوس ډير پياوړی دفاعی قدرت لری او په لبنان هر ډول بهرنی تيری ماتولای شی.
هغه وويل امريكا او عربان نه غواړی چې لبنان دې پياوړی پوځ ولری،څو په دغه هيواد د تيری لپاره يو لاسوند موجود وی ،خو مقاومت به تل د پوځ تر څنګ وی او د لبنان له ملی واكمنۍ څخه به دفاع وكړ .
سيد حسن نصرالله وويل مقاومت تل د لبنان له نورو سياسی ډلو سره خبرو اترو ته چمتو دی
1260337