د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يور راپور پراساس،ايت الله احمد جنتې وويل د مصر د اوسنی كړكيچ يو ډير مهم دليل هغه ناسم دریځونه وو چې د دغه هيواد څنګته كړې شوی اولسمشر محمد مرسی د صيهونيسټ رژيم په وړاندې غوره كړی وو .
د تهران دجمعې لمانځه خطيب زياته كړه د مرسی حكومت له مصر سره د غزې تړانګې په پوله كې د رفح د لارې په تړلو ، د كيمپ ډيویډ تړون په تاييدولو ، اسراييلو ته د تيلو په استولو او له دغه رژيم سره د دوستانه اړيكو په ټينګولو سره د مصر د خلكو د غوښتنو په اپوټه لاره پرمخ ونيوله چې دغه اقدامات له عمومی غوسې او خپګان سره مخامخ شول .
ايت ا... جنتی د دې خبرې په كولو سره چې د مصر ملت په ازادی او خپلواكی پسې دې ، هيله څرګنده كړه د دغه هيواد خلك د وحدت په ساتلو او د خپل هيواد د مسلو په اړه د ګډو دریځونو په نظر كې نيولو سره موافقې ته ورسی او ژر تر ژره هغه نښتې او وينه بهونه چې د غليمانو په تيره بيا د امريكا او اسراييلو په ګټه ده ختمه شی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب هم دا راز د يوه سپين پوستې امريكايی په لاس د يوه تور پوستې ځوان وژلو او د قاتل په بری كولو كې د محاكمې د قاضی رای ته په اشارې سره جوته كړه په امريكا كې د بشری حقوقو ادعا چټی دروغ دی .
ايت الله جنتی په دوام كې د اسلامی ايران د حكومت د اته كلونو خدماتو په قدرونې سره ټينګار وكړ محمود احمدی نژاد او د هغه حكومت د انقلابی شعارونه او ګفتمان ژوندی كړ او هيله من يو چې راتلونكې حكومت هم دغه مهمه ځانګړنې ته دوام وركړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز د ايران د حكومت له خدماتو د رهبرۍ د ستر مقام قدرونې ته په اشارې سره وويل بې مخنیې پركاری ، نه ستړيدونكی فعاليتونه او پاكدستی د احمدی نژاد د كابينو ځانګړتياوې دی .
1260268